12376
@Hamkar_khosti دلته ته دې ژوند رازونه موندلي شي https://t.me/joinchat/AAAAAEWUkoWgAOhaQD2T8A
تازه نرخونه د کابل،جلال اباد،کندهار،غزنی،خوست، پښاور،انټربینک د ډالرو،کلدارو او افغانیو نرخ دقیقه په دقیقه نشر کیږي
@haiderkhosti
/channel/+Szyll9l9mRgYI4Vc
ملګرو دغه چینل درسره جواین کړئ، بیخې ښه لیکنې کوي.
Читать полностью…
که له یوه واده شوي سړي څخه وپوښتئ چې: په خپله مېرمن کې دې تر ټولو ډېر څه خوښېږي، او تاسو دواړه له دومره کلونو راهیسې څنګه یوځای ژوند کوئ؟
هغه به دا ونه وايي چې د مېرمنې سترګې یې شنې یا نسواري رنګ دي، ډېره سپینه ده، ویښتان یې زیړ، تک تور او نېغ دي، یا قد یې لوړ دی.
بلکې هغه به ووایي: هغه ماته سکون راکوي، زما خبرې اوري، درناوی مې کوي، زما خیال ساتي، زما د زحمت او هڅو قدر کوي، رباندې ګرانه ده، زما د عزت ساتنه کوي او په هر حالت کې د الله شکر ادا کوي.
همدا هغه څه دي چې د رښتینې مینې او ټینګې اړیکې بنسټ جوړوي. ظاهري ښکلا د وخت په تېرېدو بدلېږي، خو د روح ښکلا، ښه اخلاق او مینه هېڅکله نه ختمېږي.
ښکلي اوسئ ، خوشحاله اوسئ، ژوند وکړئ نور هم ژوند کولو ته وهڅوئ او مینه خپاره کړئ.❤️
ډیالوګ
یوه ښځه یوه مولانا ته ورغله او ویې ویل: ما اورېدلي چې تکبر لویه ګناه ده. هر کله چې هندارې ته ګورم، د خپلې ښکلا له امله راباندې تکبر راځي.
څنګه کولی شم له دې ګناه څخه ځان وساتم؟
مولانا صیب ورته وویل کوم شی چې ته یې تکبر ګڼې، هغه یوازې ستا ناسم تصور دی؛ او ناسم تصور خو ګناه نه ده!😄
ډیالوګ
ماشوم وم، ځوان شوم، اوس بوډا هم شوم،
او یوه ورځ به مړ هم شم؛ خو دا هماغه نغمه ده چې هېڅ بدلون یې ونه کړ.
زما نیکه هم د نغمې مینوال وو بیا زما پلار هم د نعمې مینوال وو اوس یې زه هم مینوال یم.😁
دا عکس هم د همدې ۲۰۲۶ کال دی..
ډیالوګ
ښځه که هر څومره ښکلې هم وي، د هغې ځواني/ښکلا له منځه وړلو لپاره یوازې یو ناسم سړی هم بس دی.
ډیالوګ
ښځه که هر څومره ښکلې هم وي، د هغې ځواني/ښکلا له منځه وړلو لپاره یوازې یو ناسم سړی هم بس دی.
ډیالوګ
که په جنت کې یوه ښځه دا هیله وکړي چې زما مېړه ته دې یوه حوره هم ورنه کړل شي، نو ایا د هغې دا هیله به پوره شي؟ 😊
ډیالوګ
نارینه شاعرانو د ښځو د زلفو په ستاینه کې دېوانونه، نثرونه او شعرونه لیکلي دي، خو تر اوسه یوې شاعرې هم د نارینه د برېتو په اړه آن یو شعر هم نه دی لیکلی! 😄
ډیالوګ
د مخونو بدرنګي چاته تاوان نه رسوي، خطرناک هغه دي چې دننه بدرنګ وي.
ډیالوګ
نر خو نر وي کنه؟
کله چې هغه کې شعور راشي، یعنې د شعور له بیرته تر مړینې پورې، تل د نورو لپاره ژوند کوي.
مهرباني وکړئ نجونو/ښځو د سړيو درناوی وکړئ .
ډیالوګ
سړی که مجرد وي یا متاهل، د بلې ښځې د خفګان لیدل نه شي زغملی. 🥲 🫶🥀
ډیالوګ
پر ښځه بندیزونه لګول هېڅ ګټه نه لري.
که یوه ښځه د خیانت اراده وکړي، نو د خیانت توان لري، که هغه په څلوېښتو دېوالونو کې هم بندیوانه کړل شي خو کله چې یوه ښځه له یوه سړي سره وفاداره وښایې/وي، نو میلیونونه نارینه هم نه شي کولای چې هغه وغولوي یا له خپل وفادارۍ یې واړوي.
ډیالوګ
که نوې واده شوې ښځې د سهار له خوا یا بل وخت له خپلو میندو او خویندو سره پر ټیلیفون ساعتونه ساعتونه خبرې کول لږې کړي، ښايي د جنګونو په کچه کې هم د پام وړ کموالی راشي! 😏
ډیالوګ
له خدایه وروسته که داسې څه شته چې ښځه پرې ښایسته کیږي، هغه د نارینه مینه، د نارینه چلند، او د نارینه پام دی.
ډیالوګ
سړی د هرې سختې لارې څخه د تېرېدو جرئت لري، خو له هغې ځمکې تېرېدو ته زړه نه ښه کوي چې مېرمنې یې تازه تازه پکې جارو او انګړ په خړو خاورو اوبه کړی وي. 😄
#همکار
۸۰ سلنه ښځې له خپل ورور څخه تمه لري چې د خپلو زړو والدینو خدمت وکړي! خو دوی خپله خپل خاوندان له دې نیک کار څخه لرې ساتي!
ډیالوګ
کله چې زما واده وشو، زه ډېره کشره وم او ډېر څه نه پوهېدم، هغه وخت مې د هېڅ اړیکې او ژوند په اړه سم درک نه درلود.
کله چې خپل خسرګنۍ ته لاړم/واده شوم، نو زما خواښې راته وویل: ته یوازې ناسته اوسه، هېڅ کار مه کوه، ټول کارونه به زه او زما لوڼې کوي.
زه به ټوله ورځ ارامه ناسته وم، او زما خواښې به خواړه تیاروله او زما کوټې ته به یې راوړل، مه به په خوشحالۍ خواړه وخوړل، جامې به مې هم زما نندرو (د مېړه خویندو) مینځلې، ټکي کار رباندې نه کاوو.
ما هم هغوی ته د خپلو خویندو په شان مینه ورکوله، خندولي مې، خوشحاله کولې مې.
کله چې به مېړه مې له دفتره راستون شو، هره ورځ به یې زما لپاره آیس کریم، چاکلیټ او چپس راوړل، کابلي مامیزو چارمغزو کیک هم ډېر خوښیدو، نو هغه به یې هم خامخا راوړو.
موږ به هره میاشت د رخصتۍ پر وخت ګرځېدو، لکه مور خپلوانو کور، کلي او کله کله به کابل ته هم چکر لپاره تللو.
ډېر ځله به مور کور ته تلو، هلته به ټولو خپلوانو نجونو په مخې کې ماته خواښي ډیره مینه راکوله
حتی زما وېښتان به هم زما خواښې جوړول/سمول هغې ته زما وېښتان جوړول/سمول ډېر خوند ورکوه، هغه د نړۍ تر ټولو ښه خواښې وه.
زما نندرانو به زما پر سر تېل وهل او ټوله ورځ به یې ښکلی ناوي راته ویل
مه داسې ژوند کولو لکه یوه شهزادګۍ چې وي
زموږ کور ډېر لوی، د ماڼۍ په شان و. پنځه موټرونه مو درلودل ، چېرته به مې چې زړه غوښتل تللو، هېچا به مخه نه نیوله، هېچا به منع نه کولم او بیا ناڅاپه، زما مور راغله، هغې دوه څپېړې راکړې او ویې ویل: پاڅېږه دې خان لورې د ورځې یوه بجې ده، لوښي به څوک مینځي، ژر شه پورته شه غوا هم سمباله کړه، خدای خبر دې چا کور به درباندې ورانیږي.
اوس به زه لومړی لوښي ومینځم، بیا به ویده شم که همداسې خوب مې ولید نو درته وایم یې. 🤦🏼🙂
ډیالوګ
چا چې زموږ د ګناهکارانو دنیا دومره ښکلې جوړه کړې ده،
فکر وکړئ چې د هغه رب جنت به څومره ښکلی وي! ♥🌸
ډیالوګ
جمعه ګل اکا مېرمن: دوه ساعته بهر ځم، څه شی به درته پکار نه وي؟
جمعه ګل اکا: نه، بس همدا کافي ده! 🤭🤨
دیالوګ
وفاداري یو ښکلی احساس دی، خو هر انسان یې وړ نه وي. خپله مینه، وخت او اخلاص د هغو خلکو لپاره وساتئ چې د دې ارزښت پېژندل او قدر کول یې زده وي.
ډیالوګ
د پښتو د ژبې ټولګی روان و، استاد وپوښتل: د نظم او مضمون ترمنځ څه توپیر دی؟
مه وویل: د محبوبې له خولې راوتلې یوه کلمه(خبره) نظم وي خو د مېرمنې یوه کلمه(خبره) بشپړ مضمون په اندازه وي!
دا خبره چې استاد واورېدله، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، ستونی یې له ژړا ډک شو او زه یې د ټولګي مشر (مانیټر) وټاکلم! 😂😁
ډیالوګ
که ساینس یا ټکنالوژي هر څومره پرمختګ وکړي، د یوې ښکلې ښځې ځای نه شي نیولای.
ډیالوګ
باسواده ښځه نه فاسده ده او نه بد اخلاقه؛ یوازې خپل حقوق پېژني، چې ټولنه یې نشي زغملی.
ډیالوګ
بې مینې واده ژوند د هغې ونې په څېر دی چې نه ګل لري او نه مېوه.
ډیالوګ
ته ماته د هغې سپېڅلې ځمکې په څېر یې چې زما نیکونو راته په میراث پرېښې ده؛ هماغه ځمکه چې زما وجود او هویت ته پرې شناخت پیدا کېږي.🫶🥀
ډیالوګ
یو لوی مفکر ویلي دي: که ټول واده شوي جوړې له یو بل څخه جلا کړل شي، او له ټولنیزو، قانوني او اخلاقي محدودیتونو څخه آزادې کړل شي، بیا ورته دا فرصت ورکړل شي چې یو ځل بیا د خپل ژوند ملګری انتخاب کړي؛ نو ښايي په میلیونونو نارینه او ښځو کې حتی یو نارینه او یوه ښځه هم خپل پخوانی ژوند ملګری دویم ځل انتخاب نه کړي.
ډیالوګ